امنیت

افغان ځواکونو په ننګرهارکې یو تن د انسان تښتوونکو له منګولو څخه آزاد کړ

جلال اباد باختر د تلې ۲۳ مه
د ملي امنيت ځواکونو د ننګرهار ولایت د کوز کونړ په ولسوالۍ کې یو تن د انسان تښتوونکو له منګولو څخه آزاد کړ او خپلې کورنۍ ته یې وسپاره.
د ننګرهار د والي  ویاند عطاالله خوږیاڼي د باختر آژانس سیمه ېيز خبریال ته وویل چې انسان تښتوونکو د زيد حسن په نامه یو ځوان څو ورځې مخکې له روداتو ولسوالۍ څخه کوز کونړ ولسوالۍ ته تښتولی و او د ده له کورنۍ څخه یې د پيسو غوښتنه کړې وه.
خو د ملي امنيت د ځانګړو ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې نن د انسان تښتوونکو له منګولو آزاد او خپلې  کورنۍ ته وسپارل شو.
زيد حسن وايي: "له واده کورته راغلم، په کوڅه کې سپينه کرولا موټر ولاړ و، څو کسانو له وروسته را پسې غږ وکړ، يوه څپيړه يې ووهلم، موټر ته يې پورته کړم او له ځان سره يې يوړم… "
د دغه ځوان پلار حسن جان وایي چې زوی یې انسان تښوونکو تښتولی و او ورڅخه يې د پيسو غوښتنه کړې وه ، هغه د افغان ځواکونو څخه مننه وکړه چې له خوښيو تش شوی کور یې بېرته ورته له خوښيو ډک کړ.
د مسوولینو په وینا انسان تښتوونکي له سیمې په تېښته بریالي شوی خو د نیولو لپاره یې د  پولیسو پلټنې دوام لري.
پای/وصال
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته