امنیت

څلور تنه ډار اچوونکي په ميدان وردګو کې ووژل شول .

-کابل  باختر دزمري  پنځلسمه :
څلور تنه ډار اچوونکي پرون  دميدان وردګو ولايت  په جلريز ولسوالۍ کې  ووژل شول .
دميدان وردګو ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند نقيب اميني باختراژانس ته وويل چې دغه ډار اچوونکي دميدان وردګو ولايت  د جلريز ولسوالۍ په  کوټه عشرو کې  دائتلاف دځواکونو په هوايي بريد کې ووژل شول .
  اميني زياته کړه چې دغه راز  په دې بريد کې شپږ تنه نور مخالفان ټپيان شوي دي .
ديادونې وړ ده چې افغان پوځيان دائتلاف دقوتونو په همکارۍ  دميدان وردګو ولايت  په مربوطاتو کې دوسله والو مخالفانو له شتون څخه دناامنو سيمو دپاکولوپه مقصد  پراخ  ځمکني  او هوايي عمليات پيلوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته