امنیت

په تاجکستان کې دافغانستان سفير په مزارشريف ښار کې دالمان په قونسلګري دبريد له امله په ټپيانوکې شامل دى .

کابل باختر دلړم  يو ويشتمه :
په تاجکستان کې دافغانستان سفير په مزارشريف ښار کې دالمان په قونسلګري  دبريد له امله په ټپيانو کې شامل دى .
دزلمي يوسفي  کوردغه سياسي دفتر ته څيرمه موقعيت لري .
دبلخ ولايت دامنيې قوماندانۍدامنيت آمرجنرال عبدالرزاق قادري دباختراژانس  له خبريال سره په اړيکه کې  په مزارشريف  ښار کې دتيرې شپې په بريد کې ددغه ديپلومات ټپي کيدل تاييد کړل .
ښاغلي يوسفي دخپل  کور دښيښو دماتيدو له امله ټپي شوى دى .
په همدې حال کې په بلخ کې روغتيايي مقاماتو ددغه جګپوړي افغان ديپلومات روغتيايي حالت مخ په ښه والى وباله .
په مزارشريف ښار کې دالمان په قونسلګري  دتيرې شپې په ځامرکي بريد کې څلور تنه ملکي وګړي شهيدان او په لسګونو تنه نورټپيان شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته