فرهنګ

داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دمشرتابه هيئت دقندهار ولايت داطلاعاتو او فرهنګ په رييس بريد وغانده .

کابل باختر د وږي  نهمه :
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دمشرتابه هيئت دقندهار ولايت د اطلاعاتو اوفرهنګ په رييس حضرت ولي هوټک بريد په ډيرو سختو الفاظو سره وغانده .
دقندهار ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ په رييس حضرت ولي هوټک نن سهار کله چې له کور څخه دفتر ته روان و دناپيژاندو وسله والو کسانوله خوا بريد وشو او ټپي شو .
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دمشرتابه هيئت په عالمانو ، فرهنګيانو او دقلم په خاوندانو بريد په هرنامه چې وي په کلکه غندي او له سيمه ئيزو امنيتي ارګانونو څخه غواړي چې ددغه جنايت  دعاملانو په پيژندنه او نيولو کې هراړخيزې هلې ځلې وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته