امنیت

د طالبانو يو قوماندان په کندزکې ونيول شو

-کابل – باختر د غبرګولي دمياشتې ٦
په کندز ولايت کې د طالبانو يو جګپوړى قوماندان د امنيتي ځواکونو له خوا ونيول شو.
ملا معراج الدين تېرماښام په دشت ارچي ولسوالۍ کې د پوځيانو د ځانګړو عملياتو په بهيرکې ونيول شو.
د کندز د والي وياند سيد محمود دانش د باختر آژانس خبريال ته وويل چې ملا معراج الدين د وسله والو طالبانو جګپوړى قوماندان و.
ده وويل: د طالبانو دغه قوماندان تېرماښام د ځانګړو عملياتو په بهيرکې ونيول شو.
ملا معراج الدين د کندز په ځينو سيموکې د لسګونو خونړيو تروريستي بريدونو تورلګول شوى دى .
د پوليسو په سرتيرو بريد هم چې د اوو تنو د وژل کيدو سبب شو؛ ويل کيږي د طالبانو د دغه قوماندان په واسطه ترسره شوى و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته