سیاست

په ولسي جرګه کې : دخلکو استازو له ١٢ نوماند وزيرانو څخه يواځې نرګس نهان ته دباور رايه ورنه کړه .

کابل باختر د ليندي  ديارلسمه :
ولسي جرګې دعبدالرووف ابراهيمي په مشرۍ  په نننۍ  عمومي  غونډه کې  ١٢ نوماندوزيرانو ته چې ددولت  له خواورپيژندل شوي و  دراى ورکولو صندوق کيښود او استازو نوماند وزيرانو ته راى ورکړې .
  دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې،  ددولسو نوماندوزيرانو  له جملې څخه دخلکو استازو دسرحدونو قومونو او قبايلو وزارت  نوماند ګل اقا شيرزي ، دملي دفاع وزارت نوماند طارق  شاه بهرامي ، دکرنې او اوبو لګولو وزارت نوماند  نصير احمد دراني  ، دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا وزارت نوماند مجيب الرحمن کريمي ،دکورنيو چارو وزارت نوماند ويس احمد برمک ، دترانسپورت  وزارت نوماند احمد حميد طهماسي ، دلوړو زده کړو وزارت نوماند ډاکتر نجيب الله خواجه عمري ، دکار ټولنيزو چارو ، شهيدانو  او معلولينو وزارت نوماند فيض الله  ذکي ، دفوايد عامې  وزارت نوماند يما ياري دمخابراتو او معلوماتي تکنالوژى  وزارت نوماند شهزادګل اريوبي او داقتصاد وزارت نوماند مصطفي  مستور ته دباور  راى ورکړې خو نرګس نهان ته چې دکانونو او پتروليم وزارت دنوماندې په توګه معرفي  شوې وه دخلکو استازو دې ته دباور رايه ورنه کړه .
په دې ترتيب له ١٢ نوماند وزيرانو څخه يواځې نرګس نهان دخلکو داستازو باور ترلاسه نه کړه او نورو دغو وزارتونو ته لاره وموندله .
  ختم_ عطاالله _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته