سیاست

دملي اجنداطراحانو دانتخاباتوپه باب خپلې نظريې بيان کړې.

کابل باختر دوږي دمياشتې ٢٤
دملي اجنداطراحانو نن ديوې اعلاميې په خپرولو سره دجمهوري رياست دانتخاباتوپه باب خپلې نظريې بيان کړې .
دباخترآژانس دخبريال دخبرله مخې : دملي اجندا طراحانو چې ځينې سياسي شخصيتونه وليکوال ړاو دمدني ټولنې استازې پکې شامل دي
په يوه خبري غونډه کې دانتخاباتو په اړوندخپلې نظريي بيان کړې.
دملي اجندا دهدفونو په باب دملي اجندا يوتن طراح مسعوددجمهوري رياست دانتخاباتو په اړوند نظر څرګندکړ اوويې ويل دملي اجنداطراحان له ګوندې اوايتلافي قالبونو څخه بهر عمل کوي ،  او په دې لټه کې دى چې دپرګنو په ګډون په يوه ملي بهير سره دملي پوهاوي او د ډله ييز پيوستون له لارې يو مشروع او ملي دولت جوړ شي.
په دې غونډه کې دملي اجندا اعلاميه ولوستل شوه چې يوه برخه کې يې په آزادو او خپلواکو سراسري انتخاباتو برلاسي په انتخاباتي سيموکې دانتخاباتوله ورځې څخه مخکې دانتخاباتي امنيت په تامينولو ،په انتخاباتو کې دښځو او ځوانانو دفعال ګډون په ملاتړ او په انتخاباتو کې دملي او نړيوالو نظارتي مامورينو په ملاتړ پورې مشروطه بلل شوي دي .
په دې غونډه کې دخبريالانو پوښتنو ته ځوابونه وويل شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته