امنیت

دهېواد په لويديځ کې د ناتو په عسکرو د يو افغان پوځي مرګونى بريد

کابل باختر دلړم لومړى :
دافغانستان په لويديځ کې دناتو په پوځيانو د يوه افغان پوځي په بريدکې يو بهرنى عسکر ووژل شو او دوه تنه نور يې ټپيان شول .
دغه پيښه پرون په هرات ولايت کې په يوه پوځي قرارګاه کې رامنځته شوه.
  دهرات ولايت يو امنيتي خبرځاى باختر آژانس ته وويل: دغه بريد د يوه افغان پوځي له خوا چې له طالبانو سره يې اړيکې درلودې شوى دى .
  ده  ديرغلګر دبرخليک او د دغې پيښې د جزيياتو په باب څه ونه ويل: په همدې حال کې ناتو وايي چې په دې بريدکې يو بهرنى عسکر وژل شوى او څه ناڅه دوه تنه نور يې ټپيان شوي دي .
دناتو ځواکونو د يوې خپرپاڼې په خپرولو سره وايي چې يرغلګر يوه افغان پوځي و، خو د ده دبرخليک په باب څه نه دي ويل شوي.
له بله پلوه د طالبانو ډله وايي چې يرغلګر وحيدالله ننګرهاري نوميده او په هرات ولايت کې ديوې پوځي قطعې په ليکوکې د دوى ارتباطي سړى و .
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته