سیاستTOP

جمهوررییس د لومړۍ کرښې مسوولینو ته په خطاب کې: ملت، دولت او خاصتا اعلی سرقومندان پر تاسو ویاړي او ستاسو کلک ملاتړي دي

کابل / د لیندۍ ۹ مه / باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررییس محمد اشرف غني د لومړۍ کرښې له مسوولینو سره د ټلیفوني خبرو په لړ کې نن سهار د وسله وال پوځ له پنځو منسوبینو سره خبرې وکړې.
باختر آژانس ته د جمهوري ریاست د ویندوی دفتر د معلوماتو له مخې؛ جمهوررییس د ۲۰۳ تندر قول اردو د لوا د شپږم کنډک لشکرخان، د ۲۰۵ اتل قول اردو د لومړۍ لوا د دریم کنډک قومندان ډګرمن عبدالرشیداخلاقي، د زابل د دویمې لوا قومندان ډګروال سیدبابا منصوري، جګړن ګلزارخان او جګړن صفي الله سره د بېلابېلو ټلیفوني تماسونو له لارې د جګړې د لومړۍ کرښې د سرتېرو، بریدملانو او افسرانو د اتلولیو او زړورتیا قدرداني وکړه.
د وسله وال پوځ اعلی سرقومندان هغوی ته په خطاب کې وویل: د دغې نوې سلسلې له لارې غواړم د وطن، خلکو او لویو لارو په ساتنه کې ستاسو د لومړۍ کرښې د اتلو، سرتېرو، بریدملانو او افسرانو د زړورتیا او مبارزو مننه وکړم او ډاډ درکړم چې ملت، دولت او خاصتا اعلی سرقومندان پر تاسو ویاړي او ستاسو کلک ملاتړي دي.
جمهوررییس غني د هېواد د دفاع له دغو اتلانو څخه چې د جګړې په لومړۍ کرښه کې دي؛ هیله وکړه چې ټولو اتلو او زړورو افسرانو، بریدملانو، سرتېرو، د دوی درنو کورنیو او ولسونو ته د ده سلامونه او درناوی ورسوي.
د وسله وال پوځ یادو منسوبینو له جمهوررییس څخه په مننې وویل: په عزت اوسئ رییس صاحب، لطف مو دی، موږ ته مو ځواک او ویاړ را وباښه. تل دې زموږ احوال اخیستی او ملاتړ دې کړی.
د لومړۍ کرښې یادو مسوولینو وویل: ستاسو په امر او لارښوونه مو دښمن ته غاښ ماتونکی ځواب ورکړی، په شا مو تمبولي. لویې لارې پرانیستې دي. ډېرې ساحې مو ځنې نیولي او د پاتې ساحو د نیولو هڅې ادامه لري.
هغوی جمهوررییس ته ډاډ ورکړ چې په مېړانه د خپلې خاورې دفاع کوو. دا زموږ کور دی او د هرې برخې دفاع ته یې چمتوو یوو. د هېواد دفاع او د خلکو ساتنه او خدمت کې به خپلې وینې او ځان درېغ نه کړو.
جمهوررییس غني د هغوی له تعهد او خدمت څخه په مننې وویل: ستاسو غږ چې اورم په مراتبو مې روحیه لا ښه کېږي. ټول ملت او دولت په خپلو مېړنیو ځواکونو ویاړي او په ټول قوت ستاسو ملاتړ کوي. #
پای/ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته