کابل / د وږي١٦ يمه / باختر
د بلخ په چهاربولک کې د وسله والو طالبانو بريد پرون مازيګر شنډ شو او اته طالبان ووژل شول.
د ٢٠٩شاهين قول اردو وياند محمد حنيف رضايي باختراژانس ته وويل: يوه ډله وسله وال طالبان د چهاربولک ولسوالۍ په سبزيکار سيمه کې د امنيتي ځواکونو پر پوستې د بريد په موخه راټول شوي وو، چې پوځيانو پرې بريد وکړ.
رضايي زياته کړه: په پېښه کې اته وسله وال طالبان ووژل شول او د هغوى څو جنګي وسايل هم له منځه يووړل شول.
پاى ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ