امنیت

دیارلس طالبان په زابل کې ووژل شول

قلات / د ثور / ۹/ باختر
د طالبانو د ډلې دیارلس غړي په زابل کې په نویو بریدونو کې ووژل شول .
په دغو طالبانو تېره شپه او نن سهار د شهر صفا او شینکي ولسوالیو کې هغه وخت بریدونه وشول چې د پوځیانو پر پوستو او کاروانونو یی بریدونه وکړل.
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې په دغو نښتو کې د طالبانو د ډلې ۱۳ تنه غړي ووژل شول او یو شمېر نور يې ټپیان شول .
تر اوسه پورې طالبانو په دې اړوند څه نه دي ویلی .
د یو بل خبر له مخې ، پوځیانو د شلو ماینونو په کشف او شنډولو سره په زابل کې د یو لړ چاودنو مخه ونیوله .
د دغو ماین ښخونو په اړوند څوک نه دي نیول شوي.
پای/ سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته