ټولنه

په جوزجان کې د درواغو مظاهرو ادعا

کابل باختر دغبرګولي دمياشتې ٧نيټه :
د جوزجان ولايت د درزآب او قوش تيپې ولسواليو يو شمېر ښوونکو د ښوونکوپه نامه د ناپيژاندو کسانو له خوا مظاهرې وغندلې.
د باختر آژانس د سيمه ييز خبريال دخبرله مخې: پرون د شبرغان ښارد قوش تيپې  او درزآب په ولسواليوکې په لسګونو تنو ښځو او نارينه و د ښوونکو او بېځايه شويو کسانو په نامه اعتراضيه غونډه  وکړه او سيمه ييزمسوولان يې د ښوونکو حالت ته د نه پاملرنې او د معاشونو په ورکولوکې د ځنډولو تورن کړي دي .
خو د دغو ولسواليو ښوونکي وايي چې دغه  مظاهره کوونکي يو يې هم د جوزجان ولايت د پوهنې په رياست پورې اړه نلري او د هغوى ادعا بېځايه  ده او بايد دغه مسئله وڅيړل شي او عاملين يي عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شي .
د درزآب ولسوالۍ يو تن ښوونکي  عبدالغني  وايي: هغه يون  چې يوشمېرکسان   د ښوونکو لپاره د عدالت غوښتنې په نامه پيل کړى و، يو غيرقانوني حرکت و او په هغوکې يو ښوونکى هم حضور نه درلود.
ده د جوزجان ولايت له مشرتابه او امنيتي مسوولينو څخه وغوښتل هغه کسان چې په دې کار يې لاس پورې کړى دى؛ وپيژني او عدلي او قضايي بنسټونو ته دې معرفي کړي.
پاى شکريه ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته