ورزش

حامد کرزي د هېواد د آزادو مبارزو له اتل احمد ولي هوتک سره وکتل

کابل_باختر د چنګاښ د مياشتې ٢ مه
د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي نن د هېواد د آزادو مبارزو له اتل احمد ولي هوتک سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.
د پخواني جمهور رييس دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې احمد ولي هوتک د خپلو نړیوالو لوبو په هکله حامد کرزي ته معلومات ورکړل او زیاته یې کړه چې د افغانستان په نوم یې اتلس نړیوالې لوبې یې تر سره کړې او په ټولو لوبوکې یې بریا ترلاسه کړې.
حامد کرزي له احمد ولي هوتک سره له کتنې خوښي څرګنده کړه او د هغه د هڅو او لاسته راوړنو د ستاینې ترڅنګ یې د لوبو په ډګر کې ورته د لا زیاتو بریاؤ هیله وکړه.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته