ټولنه

په پکتيکا کې د وزګارۍ دحالت له امله انديښنې

 کابل باخترد لړم د مياشتې  ١٨ :                                                                        په پکتيکا ولايت کې د دوه  زره تشو بستونو  په شتون سره  سره  يوشمير زيات ځوانان  وزګار دي.
دپکتيکا ولايت دځوانانو دټولنې  رئيس جمال الدين  آصف خيل دباخترآژانس خبريال ته وويل:  په پکتيکا کې ځوانانو ته د زده کړې نه  مساعده فضا ، امنيتي ستونزې  او نا مناسب شرايط  ددې سبب شوي دي چې  دګوتې په شمير د زده کړې خاوندوځوانانو شمير   په دې ولايت  کې محدودشي . .
دده دڅرګندونوله مخې ؛ په دغه ولايت کې ستونزې ډيرې دي  او ځوانان نه شي کولاى خپل لوست ته  دوام ورکړي.
يوه اړونده  خبرځاى  وويل ؛  دپکتيکا ولايت په دولتي ادارو کې  دښځو رول دنامناسبوشرايطواودقومي ممانعتونوپه علت ناڅيزدي .                                                        خبر ځاى   زياته کړه  چې   په دغه  ولايت کې دښځينه ښوونځيو  فارغانې هم دګوتې په شمار دي .
دغه راز ددغه ولايت يو زيات شمير ځوانان دکار په موخه  له سرحدونو څخه تيريږي  اوددغو ځوانانو دتللو دليل دمياشتنۍ حقوقو کموالى دى.
دده په باور  يو کس په پکتيکا ولايت کې نه شي کولاى  په  ٥ يا ٦زرو افغانيو 
دخپلې کورنۍ لګښتونه پوره کړي.                                                                         ديادونې  وړ ده  چې پکتيکا يوازينۍ ولايت نه دى  چې ځوانان يې  له دغه شان 
ستونزو سره مخامخ  دي   دغور ، نورستان ، زابل او دبادغيس  په ګډون  دهېواد نور ولايتونه هم له دغه شان ستونزو سره لاس او ګريوان دي.پاى

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته