سیاست

جمهوررئیس غني: د جمهور رئیس په توګه دا زما اسلامي او ملي دنده ده چې د قانوني او باعزته سولې د تامین لپاره عملي اقدامات وکړم

کابل_باختر د تلې د مياشتې ٢ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني د حزب اسلامي د سولې د مذاکراتو له پلاوي او د یاد ګوند له یو شمېر نورو غړو سره پرون وکتل.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال انجنیر محمد خان هم حضور درلود، په پیل کې د حزب اسلامي د سولې مذاکراتو پلاوي مشر انجنیر محمد امین کریم له جمهور رئیس څخه د مننې پرمهال وویل، د سولې د تامین په برخه کې ستاسو اراده، حوصله او استقامت د دغو مذاکراتو د بریا لامل شو.
هغه زیاته کړه، د خدای تعالی په مرسته او د سولې پر حقانیت ستاسو د باور له برکته نن د افغانستان خلک او نړیوال د سولې د توافقنامې د لاسلیک د دغې لوی لاسته راوړنې شاهدان دي او نورو وسله والو مخالفینو ته هم د سولې د امید دروازې پرانیستل کېږي.
انجنیر محمد امین کریم وویل، د نظام د ملاتړ، د هېواد د دفاع او د خلکو د خدمت په لاره کې هر ډول قربانۍ ته تیار یوو. هغه زیاته کړه د سولې د دې توافقنامې له انفاذ وروسته به ډير ژر د هېواد پلازمېنې ته د حزب اسلامي د مشر انجنیر ګلبدین حکمتیار د راتګ زمینه برابره شي.
ورپسې د اسلامي حزب سیاسي برخې مسوول ډاکټر غیرت بهیر جمهور رئیس او د افغانستان ټول ملت ته د سولې د بریالیو مذاکراتو د لوی لاسته راوړنې د بریا مبارکي وویله، هغه جمهور رئیس ته په خطاب کې وویل، د سولې د تامین په برخه کې د کوښښونو له امله به تاریخ ستاسو نوم په زرینو کرښو ولیکي.
ډاکټر بهیرزیاته کړه، د سولې پروسه اسانه او ساده پروسه نه ده، مګر د هېواد د جمهور رئیس او د حزب اسلامي د مشر د مدبرانه لارښوونو له برکته په بریالیتوب سره نتیجې ته ورسېدله. هغه هیله وښوده چې د سولې د مذاکراتو دغه لاسلیک شوې توافقنامه به ډير ژر عملي بڼه غوره کړي.
د دوی له وینا او څرګندونو وروسته جمهور رئیس غني وویل، د الله تعالی شکر ادا کوم چې کلونه وروسته په هېواد کې د سولې بین الافغاني مذاکرات په بریالیتوب سره نتیجې ته ورسېدل. هغه د سولې عالي شورا او په ځانګړي ډول د پیر سیداحمد ګیلاني او د حزب اسلامي د سولې مذاکراتو پلاوي او ټولو هغو شخصیتونو څخه مننه وکړه، چې په دې برخه کې یې ګټور ګامونه واخیستل.
جمهور رئیس څرګنده کړه، چې نيت او اراده د پرمختګ اساس تشکیلوي او نن به حزب اسلامي او د افغانستان ملت ته دا ثابته شوې وي چې د سولې په برخه کې زما نيت محکم دی.
د هېواد جمهور رئیس وویل، په اوسنیو شرایطو کې په بریالیتوب سره د دغو مذاکراتو ترسره کولو ګټې دا دي چې بین الافغاني مذاکرات نتیجې ته ورسېدل، ټول باید د ملي ګټو په اړه او افغانستان شموله فکر وکړي، د دغې موافقتنامې لاسلیک ته د افغانستان شریکان او رقیبان منتظر وو، دا موافقه د کوم چا په ضد او یا کمزوري کولو لپاره نه، بلکې د ملي ګټو په خاطر ترسره کېږي او تر ټولو مهمه دا چې د افغانستان وسله والو مخالفانو ته د سولې واضح پیغام ورکوي.
محمد اشرف غني وویل، د هېواد د جمهور رئیس په توګه دا زما اسلامي او ملي دنده ده چې په افغانستان کې د قانوني او باعزته سولې د تامین لپاره عملي هلې ځلې او اقدامات وکړم. هغه ډير ژر د حکمتیار د راتګ هیله څرګنده کړه.
جمهور رئیس وویل، هر حزب چې په ولسواکیزه، سوله ییزه او منسجمه توګه صحنې ته داخلېږي، نو سیاسي هندسې ته مثبت بدلون ورکوي.
جمهور رئیس غني وویل، راتلوونکې اوونۍ به د ولسوالیو د شوراګانو او ولسي جرګې د راتلوونکو ټاکنو د تیاریو په اړه بحث وکړي. هغه زیاته کړه، له حزب اسلامي سره د سولې د توافقنامې لاسلیک به د هېواد د امنیت د تامین او راتلوونکو ټاکنو د ترسره کولو په برخه کې د پام وړ اغېز ولري.
جمهور رئیس یو ځل بیا د سولې د مذاکراتو د بریالي ترسره کېدو په برخه کې د ټولو له ژمنتیا، حوصلې او ارادې څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه، موږ به د شهیدانو کورنیو ته رسیدګي وکړو او نړیوالو ته به دا وښیو چې افغانان په ګډه د خپل وطن د ابادۍ او پرمختګ لپاره کار کوي.
د دغې کتنې په پای کې د حزب اسلامي د سولې پلاوي مشرتابه او د حزب اسلامي نورو غړو د هېواد جمهور رئیس ته د فضیلت او عزت پګړۍ ور په سر کړه.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته