امنیت

يوې لس کسيزې وسله والې ډلې له ورانکارو فعاليتونو څخه لاس واخست .

کابل باختر د سلواغۍ دولسمه :
دهرات ولايت په چشت شريف ولسوالۍ کې يوې لس کسيزې  غير مسوولې وسله والې ډلې له دولتي ضد فعاليتونو څخه لاس واخست .
دغه کسان چې له کلونو کلونو راپديخوا په غير قانوني فعاليتونو بوخت وو دچشت شريف دولسوال ،وګړنى شورا او دنظامي شورا دکار او فعاليت له امله عادي ژوندانه ته ستانه شوي دي .
دهرات دوالي وياند نن ددغه ټکي په اعلامولو سره دباختراژانس خبريال ته وويل: چې دسولې له بهيرسره ددغو کسانو په پيوستون  سره دچشت شريف ولسوالۍ په ځينو سيموکې امنيت تر زياتې اندازې پورې ښه والى مومي .
داحسان الله حيات دڅرګندونوله مخې: دغو کسانو چې  دمشهور ناراضي قوماندان سيد ولي  دورور سيد نبي  تر نظر لاندې دولتي ضد وسله وال فعاليتونه  کول ،ژمنه  کړې ده چې له دې وروسته دامنيت په تامينولو کې ونډه واخلي .
  له بلې خوا داسې ويل کيږي چې  دچشت شريف ولسوالۍ وګړنۍ شورا او مخورو هم  دسولې له بهيرسره پيوستون ته ددغو کسانو په هڅونه کې کليدي رول لوبولى دى .
دهرات ولايت دچشت شريف ولسوالۍ ددغه ولايت يوه کليدي  ولسوالۍ ده چې دمرمر ډبرو دبډايو  زيرمو  او دسلما بند دشتون په دليل  ځانګرى اقتصادي ارزښت لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته