کابل باختر دليندۍ دمياشتې ٩ :
د ملي دفاع وزارت خبرتيا
د ملي دفاع وزارت او ستر درستيز د ملي اردو د قطعاتو او جزوتامونو د افسرۍ کدر د بشپړولو لپاره د١٢ټولګيو او له دې څخه د لوړو زده کړو فارغان د افسرۍ د منتخبه ښوونځي ( او سي اس ) د ٩٣_ ام دوره کې مني.
د شموليت داوطلبان دې د روان کال د ليندۍ د مياشتې له ١٠ څخه تر ٢٢نيټې پورې په مرکز او ولايتونوکې د ملي اردو د جلب او جذب مرکزونو ته ورشي .
د شموليت او نوم ليکنې شرايط:
_ د تابعيت د تذکرې لرل.
_ له ١٣٩١څخه تر ١٣٩٣کلونو پورې د ١٢ټولګيو هغه فارغان چې د درې کلنو نمرو فيصدي يې په سلوکې څه ناڅه٧٠ وي .
_ د اوطلبان دې ښه فزيکي ځواکمني او عالي روغتيا ولري او په نشه يي توکو روږدي نه وي .
_ د داوطلب عمر له پاليسۍ سره سم له ٢٦کلونو څخه زيات نه وي.
_ د شهيدانو او معلولينو وارثانو ته د لومړيتوب حق ورکول کيږي.
د کورس په بهيرکې مدد معاش هم ورکول کيږي .
1 1 دقیقه لوستل