سیاست

د بهرنيو چارو وزارت ويندوى يوځل بيا د افغانستان په خاوره کې د ٢٣ تنو پاکستاني پوځيانو وژل کيدل ردکړل.

کابل- باختر دکب دمياشتې ٥
د بهرنيو چارو  وزارت ويندوى   نن يوځل بيا دافغانستان په خاوره کې دپاکستاني پوځيانو وژل کيدل  رد کړل.
دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې  :  دبهرنيو چارو وزارت ويندوى احمد شکيب مستغني چې دخبريالانوپه وړاندې  يې خبرې کولې  وويل : دغه موضوع په مالديف  کې دسارک دغړو هيوادونو دبهرنيو چارو د وزيرانو دغونډې ترڅنګ په  هغې کتنه کې چې دافغانستان دبهرنيو چارو وزيرضراراحمدعثماني،دپاکستان دصدراعظم  دملي امنيت له سلاکار سرتاج عزيز سره لرله ، دپاکستان دصدراعظم دملي امنيت سلاکار په احتمالي ډول له دغې موضوع سره اړيکي ونيولې او طرحه يې کړه د هغه ويديويي فلم له مخې چې د دوى په  واک کې شته ښايي د  پاکستان د  سرحدي پوځ ٢٣ تنه سرتيري دافغانستان په خاوره کې وژل شوي  وي.
دبهرنيو چارو وزارت دويندوى دڅرګندونو له مخې :  دافغانستان دبهرنيو چارو وزير په  دې کتنه کې ويلى و  چې موضوع به  تعقيب شي .
دبهرنيو چارو وزارت ويندوى  زياته کړه  :  دهغو تحقيقاتو له مخې چې ترسره شول دغه موضوع رد شوه او ثابته شوې ده چې پاکستاني پوځيان دپاکستان  په  خاوره کې وژل شوي دي  او په دې اړوند يوه اعلاميه هم  خپره شوې  ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته