اقتصاد

دافغانستان په لويديځ کې دپاشان بند دجوړولو دکار په بشپړولو دانرژۍ او اوبو وزارت ژمنه ،

کابل باخترد چنګاښ ٢٩

دهيواد دانرژۍ  او اوبو وزارت په ټاکلي وخت دپاشان بند په بشپړولو ژمن دى .

  دهيواد دانرژۍ او اوبو وزير انجنير علي  احمد عثماني نن په داسې حال کې چې په ملي شورا ، ولايتي شورا او په مدني بنسټونو کې دخلکو استازي ورسره و دپاشان بند دجوړولو دکار بهير وکوت .

انجنير عثماني  ددغه ټکي په بيانولو سره چې دانرژۍ او اوبو وزارت به ددغې پراختيايي طرحې داجرا کولو او په هيواد کې دټولو بندونو دجوړولو په بهير کې دځنډ  لپاره کومه پلمه ونه مني، بندونه دملي غرور په توګه وبلل چې  بايد په ټول  توان سره ددغه شان طرحو په بشپړولو اقدام وشي .

دانرژۍ او اوبو وزير دطرحې اجرا کوونکي شرکت ته لارښوونه وکړه چې ددغه بند دجوړولو بهير دې په مناسب کيفيت  سره له کاري پلان سره سم چټک کړي

انجنير عثماني  ددغه وزارت په کچه دبندونو دکاري بهير له پرمخ بيولو سره دمرستې په مقصد دڅو تنو تکړه انجنيرانو داستخدام ډاډ ورکړ .  دهيواد دانرژۍ  او اوبو وزير وايي  چې دپاشان  پروژې په بشپړولو سره دڅښاک  دروغتيايي  اوبو او دکرنيزو اوبو په تامينولو سره بيره په کرخ ولسوالۍ کې  مناسب تفريحي ځاى او شنه فضا برابره شي .

  په همدې حال کې په ولسي جرګه کې دخلکو استازو قاضي نذير احمد حنيفي اوخليل احمد  شهيد زاده هم دبندونو جوړولو او عمراني طرحو اجرا کولو ته دپاملرنې په برخه کې دهيواد دانرژۍ اواوبو وزير دهڅو او هاند له امله قدرداني وکړه او له خلکو څخه يې وغوښتل چې له پخوا زيات په خپل وخت ددغو طرحو په اجرا کولو کې همکاري وکړي .

قاضي حنيفي دټولنيز حالت په ښه والي کې دخلکو رول مهم وباله او ويې ويل په ملي شورا کې ستاسو استازي به په ټول توان سره ستاسو داړتياو دلرې کولو په برخه کې هڅه او هاند وکړي

ښاغلي شهيد زاده هم دبنسټيزو پروژو په اجرا کولو کې دامنيتي حالت دښه والي په لاره کې دخلکو ملاتړ مهم وباله .

دغه راز په ولايتي شورا کې دهرات دخلکو استازي ښاغلي  کبر زايي  هم دپاشان  بند دپروژې دامنيتي حالت  په ښه والي کې دکرخ دخلکو هڅې دقدر وړ وبللې .

دپاشان بند دجوړولو پروژه يو سلو اوولسو مليونو امريکايي ډالرو په لګښت څلور کاله مخکې  په کرخ ولسوالۍ کې ترلاس  لاندې نيول شوې ده .

ويل کيږي چې همدا اوس ددغې پروژې کار په سلوکې  شل پرمخ تللى دى او دانرژۍ اواوبو وزارت هلې ځلې کوې چې تر دوو کلونو پورې دغه ستر بند ګټې خستنې ته وسپاري .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته