کابل باختر د ثور لسمه :
دننګرهار ولايت په روداتو ولسوالۍ کې دميا قمر الدين د دارالحفاظ دنوې ودانۍ دجوړولوکار نن پيل شو .
دننګرهار ولايت دپوهنې رييس دباختراژانس خبريال ته وويل دغه ودانۍ دپوهنې وزارت له خوا دنهه سوه پنځوسو زرو افغانيو په لګښت جوړيږي .
دميا قمر الدين دارالحفاظ مدير ميافريدالدين وويل دغه ودانۍ ددوه جريبه ځمکې په ساحه کې په پاخه او اساسي ډول په دوو پوړونوکې په يوکال کې جوړيږي . په دې دارالحفاظ کې همدااوس اته سوه پنځه ويشت تنه هلکان اويوسلو اتيا تنه نجونې په زده کړې بوختي دي .
1 د یوې دقیقې څخه لږ