فرهنګ

په ننګرهارکې دباچا خان ارامګاه او فرهنګي مرکزدپرانستلو په درشل کې دى

-کابل / دچنګاښ ٩مه / باختر :
په ننګرهار کې دعدم تشدد دمشر خان عبدالغفارخان فرهنګي مرکز او ارامګاه دپرانستلو په درشل کې دى .
دافغانستان حکومت  ددغه فرهنګي مرکز او ارامګاه دجوړولو لپاره  څلور پنځوس ميليونه افغانۍ حانګړي کړي دي .
په دغه ستر مرکز کې  دخان عبدالغفار خان ارامګاه ، کتابتون ، موزيم ،څېړنيز مرکز ،جومات او شنه اوتفريحي ساحه  په پام کې نيول شوې ده .
دباچاخان ارامګاه  يوه ګنبده او څلور منارونه لري   اودځانګړي معمارۍ په سبک او ښکلي  ډول جوړ شوى دى .
دننګرهار والي شاه محمود مياخيل نن ددغه مرکز دجوړولو دڅېړنې په وخت کې  له قراردادي شرکت څخه وغوښتل  چې په خپل کار کې کيفيت په پام کې ونيسي .
هغه باختراژانس ته وويل چې  دخان عبدالغفار خان  دارامګاه او دفرهنګي مرکز دجوړولو کار  په نږدې راتلونکې کې  پاى ته رسيږي  او پرانستلو ته  چمتو کېږي
خان عبدالغفار خان په هند کې ديو افغان مسلمان  مشر او دهند دخپلواکۍ غورځنګ  دمشر ماهاتما ګاندي له ملګرو  څخه و چې دانګليس  داستعمار په وړاندې  دخپل غير تاوتريخوالي  فعاليتونوپه دليل  مشهور دى .
خان عبدالغفار خان په فخر افغان هم مشهور دى .  باچا خان  دپښتنو دخپلواکۍ او ازادۍ له فعالانو څخه و .
هغه  په بريتانوي هند کې د بريتانيا له استعمار سره دسوله ييز مخالفت لپاره پېژندل شوي سياسي  او معنوي  مشر و .
خان عبدالغفار خان  دماهاتما ګاندي له نږدې دوستانو څخه و .په دې ډول چې هنديان باچا خان له ګاندي څخه  لوړ بولي .
ختم _ ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته