سیاست

انجنیر محمدخان د تېرې شپې د ترهګریزو بريدونو د ټپیانو پوښتنه وکړه

کابل – باختر د زمري د مياشتې ١٧
د اجرائیه ریاست لمړي مرستيال انجنیر محمد خان د پولیسو پر اکاډمۍ د ترسره
شويو ترهګریزو بريدونو له ټپيانوڅخه چې د پوليسو په روغتون کې تر درملنې
لاندې دي؛ وکتل.
د اجراييه رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ:
د اجرائیه رياست لومړي مرستيال د پوليسو د اکاډمۍ د ټپيانو له روغتيايي حالت څخه
ځان خبر کړ او د پوليسو د ۲۰۰ روغتون موظفو ډاکټرانو ته یې لازمې لارښوونې
وکړې؛ تر څو د ټپيانو په تداوۍ او درملنې کې هر اړخیزې هلې ځلې وکړي.
انجنیر محمدخان د دې ترڅنګ د پولیسود دوه سوه بستریزروغتون سرطبیب ته
لارښوونه وکړه، هغه ناروغان چې روغتيايي حالت یې د انديښنې وړ دی او د
تداوۍ زمينه یې په هېوادکې ناممکنه وي؛ بهر ته واستوي.
د اجرائيه رياست لومړي مرستيال وروسته د روغتون د ناروغانو د ستونزو په
اړه د ۲۰۰ بستریز روغتون ډکټرانو ته لارښوونه وکړه ترڅو د روغتون ټول
کمبوتات په ګوته کړي چې د دغو ستونزو په اوارولو کې له مسئولينو سره خبرې
وکړي او د ستونزې د حلولو په اړه لارښوونه وکړي.
د پولیسو د روغتون مشر ډاکټراسدالله اخترزي په روغتون کې د شته ستونزو
د حل غوښتنه وکړه او په دې اړه يې د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال ته
خپلې ستونزې په ګوته کړې.
اخترزي وویل چې دوی د هغه ټپیانو د درملنې لپاره چې په هيوادکې يې د
تداوۍ امکانات ناشوني دی؛ د بهرنیو هیوادونو له روغتونونو سره هیڅ کوم مشخص
تړون چې د ټپیانو د درملنې په اړه وي؛ نه لري.
د پولیسود روغتون مشر د تدارکاتو په برخه کې د شته ستونزو د اوارۍ ترڅنګ
د هغه ناڅیزو امکانات چې د دولت لخوا د ټپي پولیسو د د تداوۍ لپاره
ټاکل شوي دي؛ بسنه نه کوي.
د اجرائيه ریاست لومړي مرستیال انجنیرمحمدخان د پولیسو د روغتون مشر ته
ډاډ ورکړ چې د پولیسو په روغتون کې د شته ستونزو د حل په خاطر به د کورنیو
چارو له وزیر او جمهور رييس سره خبره شریکه کړي ترڅو ورته مناسبه حل لاره
پیداکړي.
انجنیر محمدخان د دې ترڅنګ ټپیانو ته ډاډ ورکړ چې د ملي وحدت حکومت مشران
ستاسو قربانۍ او هلې ځلې به هیڅکله هیرې نه کړي او ډاډ يې ورکړ چې د دولت
ټول چارواکي ستاسو د درملنې او روغتیا په لټه کې دي.
په پای کې انجنیر محمدخان د هیواد او د خلکو د دښمنانو کړغیړنې حملې چې په
دې وروستیوکې يې په ګڼ میشته ښارونوکې ترسره کوي او تلفات يې ملکي
خلکوته رسیږي؛ په سختو الفاظو محکومې کړې او ډاډ یې ورکړ چې د هیواد د دفاع
په لاره کې ستاسو ترڅنګ اوږه په اوږه تر وروستۍ سلګۍ ولاړ دي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته