فرهنګ

حسينې ساپۍ : دسيمې دهېوادونو په تيره بيا دګاونډيو هېوادونو ترمنځ دفرهنګي اړيکو په لازياتې پراختيا ټينګار وکړ .

کابل باختر دوري نولسمه :
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  سرپرستې حسينې ساپۍ  نن له يوشمير هغو بهرنيو ميلمنو سره  په کتنه کې چې دازادي او تجدد دعلمبردار علامه سيد جمال الدين افغان  په علمي  او څيړنيز نړيوال سيمينار کې  ګډون کړى و ،   دسيمې  دهېوادونو او په تيره بيا دګاونډيو هيوادونو ترمنځ دفرهنګي اړيکو  په  ټينګښت او پراختيا باندې  ټينګار وکړ .
  دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ، په دې کتنه کې دهند ، مصر او کويټې دپوهنتونونويوشمير استادانو او ژورناليستانو چې په دې سيمينار کې  دګډون په خاطر  دوه ورځې مخکې کابل ته راغلي و ، هم  شتون درلود .
دوى  داطلاعاتواوفرهنګ وزارت  له خوا  ددغه سيمينار جوړول  يو نيک او ارزښتناک  اقدام وباله او څرګنده يې کړه چې علامه سيد جمال الدين افغان  نه يواځې  په افغانستان بلکې دسيمې او نړۍ په هېوادونوکې هم ستر اوپيژندل شوى شخصيت  دى .
دغه راز هغوى داطلاعاتو اوفرهنګ له وزارت څخه وغوښتل  چې ددغه شان  نړيوالو  فرهنګي پروګرامونو  په جوړولو کې  زياتې هڅې وکړي . او دفرهنګي پروګرامونو جوړول يې  دګاونډيو هېوادونو ترمنځ دفرهنګي مناسباتو په پياوړتيا باندې ارزښتناک وباله .
  حسينې ساپۍ دازادي او تجدد دعلمبردار علامه سيد جمال الدين افغان په علمي اوڅيړنيز  نړيوال سيمينار کې  دهغوى دګډون له امله چې دوه ورځې مخکې داطلاعاتواوفرهنګ وزارت په اهتمام په کابل کې جوړ شو  ، مننه وکړه او ويې ويل  چې افغانستان  دتيکاو او ثبات په لور  په حرکت کې دى .
دغه راز داطلاعاتواوفرهنګ وزارت  سرپرستې  دسيمې دهېوادونو په تيره بيا  دګاونډيو هېوادونو ترمنځ دفرهنګي اړيکو په لازيات ټينګښت اوپراختيا باندې ټينګاروکړ .
ختم _  ف _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته