امنیت

يو تروريست په بغلان ولايت کې ونيول شو .

کابل باختر د غبرګولي دولسمه :
يو تروريست  له يو دوه اتياملي توپ سره په بغلان ولايت کې ونيول شو .
دملي امنيت دلوى رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ ، دملي امنيت دلوى رياست موظفينو  دخاصو عملياتو په بهير کې  دبغلان ولايت اوسيدونکى  عبدالظهور له يو دوه اتيا ملي مترى توپ  او  لسو  ګوليو سره يې  ددغه ولايت په مربوطاتو کې نيولى دى .
  نيول شوى سړي  اعتراف کړى دى  چې غوښتل يې  يو دوه اتيا ملي متري توپ  په ورانکارو او تروريستي بريدونوکې دکارولو په مقصد دمرکزي بغلان  په ولسوالۍ کې  طالبانو ته وليږدوي .
چې  دملي امنيت  دموظفينو له خوا ونيول شو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته