ورزش

په ميدان وردګو ولايت کې دفوټبال سيالۍ دوام لري.

کابل – باختر دلړم دمياشتې ١٥
په ميدان وردګو ولايت کې دفوټبال دغوره ليګ انتخاباتي سياليو  پرون په دوو لوبو سره دوام  وموند.
دميدان وردګو ولايت ورزشي آمريت آمر عين الله حقبين نن سهار دباختر آژانس خبريال ته وويل :  په دغو سياليو کې لومړى  دښاروالۍ ټيم د دوو په مقابل کې په اووسره د اميد ټيم ته ماتې ورکړه او په  بله لوبه کې د دجوانان پامير ټيم د څلورو په مقابل کې په شپږو سره د اسماعيل خيلو پرټيم بريالى  شو .
دحق بين دڅرګندونو له مخې :   د دغو سياليو  هدف دځوانانو د منتخب  ټيم انتخابول  و.
ده زياته کړه په دغو سياليو کې له مرکز او له اړوندو ولسواليو څخه  څوارلس ټيمونه ګډون  لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته