کابل/ باختر/ د غويي د مياشتې ۵ مه
په غور ولايت کې بې وزلي او ټنکسيا له ټولو زيات د دغه ولايت پر ښځو سيورى اچولى او هغوى يې منزوي کړې دي .
د غور ولايت د ښځو چارو رياست په دغه ولايت کې د ښځو د اقتصادي حالت د خرابيدو خبر ورکړى او ويلي يي دي چې بې وزلي او ټنګسيا له ټولو زيات په دغه ولايت کې د ښځو لمن نيولې ده.
د غور ولايت د ښځو چارو رييسې حليمې پرستش باختر آژانس ته وويل چې بې وزلي او تنګسيا په دغه ولايت کې ښځو ته ستونزې رامنځته کړې دي.
د غور د والي وياند عبدالحی خطيبي د دغو ستونزو په تاييدولوسره وايي چې په دغه ولايت کې د کار زمينه نه يواځې ښځو ته، بلکې نارينه و ته هم مساعده نه ده او وزګارتيا د دې سبب شوى دى چې ښځې له بې وزلۍ سره مخامخې شي.
ده وويل چې هلې ځلې دوام لري، ترڅو د کرنې په تېره بيا د زعفرانو د کرکيلې په برخه کې ښځو ته د کار زمينه برابره شي .
ختم_ ج _ اکرم
1 1 دقیقه لوستل