امنیت

د يوه انسان تښتوونکي بانډ رئيس ونيول شو

کابل باختر د وږي د مياشتې  ٣:
د يوه انسان تښتوونکي بانډ رئيس پرون د امنيتي ځواکونوله خوا په ننګرهار ولايت کې ونيول شو.
پوليس وايي چې د ده تر رهبرۍ لاندې بانډ د جلال آباد_ تورخم دلويې لارې په اوږدوکې د انسان تښتونې او شوکمارۍ په لسګونو پيښوکې لاس درلود.
د دغه انسان تښتوونکي بانډ رئيس په خالد مشهور جهانګير د ملي امنيت د مامورينو په لومړينو تحقيقاتوکې دجلال آباد _ تورخم د لويې لارې په اوږدو کې د انسان تښتونې او شوکمارۍ د پيښو په ترسره کولو اعتراف کړى  دى.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي دباختر آژانس خبريال ته وويل چې د دغه انسان تښتوونکي بانډ رئيس جهانګير له زياتې مودې را په دې خوا تر څارنې لاندې و او د ملي امنيت مامورين په پاى کې د هغه په نيولو بريالي شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته