ټولنه

دسعودي عربستان سفارت جوماتونو ته د فرشونو دورکولو پروګرام پيل کړ.

-کابلباختر د غبرګولي د مياشتې١٣
په کابل کې دسعودي عربستان دسفارت په همکارۍ ددووميليونو ډالرو په ارزښت په جوماتونو دجاى نمازونو دويشلو پروګرام د حج او اوقافو وزارت له خوا پيل شوى دى.
دباختر آژانس دخبر له مخې : دهيواد دمرکز اوولايتونو په جوماتونو دجاى نمازونو دويشلو پروګرام پرون پيل شو.
په هغو ځانګړو مراسمو کې چې په کابل کې پر ځاى شوي و په کابل کې دسعودي عربستان سفير مفسر عبدالرحمن الغاصب ،دحج اواوقافوزارت مالي اواداري معين او سرپرست ډاکتر داعي الحق عابد، داجرائيه رياست ديني چارو سلاکار مولوي احمد نور واقف او دحج او  اوقافو وزارت دمشرتابه هيت غړوګدون درلود په کابل کې دسعودي عربستان سفير مفسر عبدالرحمن الغاصب وويل:نن د سعودي عربستان دباچا او دخادم  حرمين شريفين دخاصې پاملرنې او هلو ځلوله امله ١٩٠ زره مربع فرش چی ارزښت يې کابو دوه مليونه امريکايي ډالره کيږي برابر او دافغانستان داسلامي جمهوريت په جوماتونود ويشلوپه موخه دحج او اوقافو وزارت لوري ته سپارل کيږي.
دسعودي عربستان سفير ددواړو هيوادنو تر منځ دوستانه  اړيکې او مناسبات وستايل او په بيلابيلو برخو په تيره بيا دافغانستان د جوماتونو دسمبالولو په برخه کې يې دخپل متبوع دولت بشپړ تيارى اعلام کړ.
دحج اواوقافو وزارت سر پرست وويل: لکه څنګه چې دحرمين شريفين ملاتړ دهرمسلمان وجيبه ده له ورونو ملتونو سره ملاتړ همکارۍ اومرسته هم په بيلابيلو حوزو کې ددواړو ورونو ملتونو ګډې اوديني ګټې هم دي.
ډاکتر داعي الحق عابد دسعودي عربستان د هغو مرستو چې په بيلابيلو برخو په تيره  بيا دهيواد په مرکز اوولايتونو کې په زرو جوماتونو دجاى نمازونو دويشلو په ګډون چې تير کال ترسره شول دجوماتونو دبيا جوړولو ا و سمبالولو يادونه وکړه او څرګنده يې کړه په پام کې دي چې په روان کال کې زر نور جوماتونه تر پلان لاندې ونيول شي او داجرايه رياست سلاکار مولوي احمد نور هم دلنډ و خبرو په ترڅ کې دافغانستان له خلکو سره دسعودي عربستان ددولت دهمکاريو له امله مننه او قدرداني وکړه.
ددغې غونډې په پاى کې دعلي موفق هروي جامع جومات يې دکابل ښار يو له مشهورو او تاريخي جوماتونو څخه دى دنمونې په ډول دسعودي عربستان دسفير او دحج او اوقافو وزارت د سر پرست له خوا فرش شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته