ګرديز باختر د ثور د مياشتې ١٧ :
په پکتيا ولايت کې په يوه نښته کې اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
دغه جګړه تېره شپه د زرمت ولسوالۍ ته څېرمه ونښته .
په پکتيا ولايت کې د ملي اردو يو قوماندان احمدالله د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په زرمت ولسوالۍ کې په نويو نښتوکې اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
ويل کيږي چې په دې جګړه کې سرتيرو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.
د ملي اردو دغه قوماندان واييچې پوځيانو په دې جګړه کې د وسله والوطالبانو يوشمېر جنګي وسايل او چاوديدونکي توکي هم ترلاسه کړي دي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ