فرهنګ

د افغان شاعرمحمد آخوند زاده د آثارو او افکاروپه برخه کې دڅيړنيزسيمينار جوړول.

کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ٥
دافغان شاعر آخوند زاده د زيږيدنې د سلمې کاليزې په  درناوىي دختيځ ولايت ننګرهار په مرکز جلال آباد  ښا رکې عملي – څيړنيز سيمينار جوړ شو.
دغه سيمينار دلسګونو تنو شاعرانو ، ليکوالو کره کتوونکو ، څيړونکو او دحکومتي مسوولينو په ګډون د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خوا ديوې ورځې
لپاره جوړ شوى و.
محمد آخوند زاده چې  په ننګرهار ولايت کې زيږيدلې و ،  په ښکلي خو ساده کلام سره زيات د خلکو ترمنځ د وګړني شاعر په  توګه پيژندل کيږي که څه هم د زمانې په تيريدوسره يوازې ځينې شعرونه يې دکلاسيک شعرپه بيلابيلو قالبونوکې لاتراوسه پورې په پښتو او دري  ژبو په واک کې شته په دې سيمينار کې شاعرانو ، څيړونکو او دعملي اوحکومتي بسنټونو مسوولينو ددغه پياوړې شاعر دشعرونو او مفکورو  په باب خبرې وکړى او هم يې خپلې څيړنيزې مقالې ولوستلې.
جمهور رييس حامد کرزي ديوه پيغام په ليږلو سره ، محمد آخوند زاده دخوږ  ژبى او پياوړي شاعر په توګه بللى دى چې په دواړو ژبو پښتو او دري يې شعرونه ويلي دي.
په دې پيغام کې چې دننګرهار دوالي دمرستيال محمدحنيف ګرديوال له خوا ولوستل شو ، جمهور رييس دغه راز ويلي دي دا د محمد آخوند زاده له  پاتې شعرونو څخه جوتيږي چې له ده څخه زيات شعرونه پاتې دى او ښايي يو منظم او ستر ديوان يې درلود  له دې امله له ځوانانو او شاعرانو څخه غواړم چې ددغه شاعر د ادبي او ذوقي جوهر په کتنې سره څيړنې وکړي  او ددغه نوميالۍ د نورو شعرونو په راټولولو کې هلې ځلې وکړي .
د اطلاعاتو او فرهنګ وزير ډاکترسيد مخدوم رهين هم ديوه پيغام په ليږلو سره په ادبياتو کې دمحمدآخوند زاده لوړ مقام ته  په اشارې سره له ځوانانو څخه وغوښتل چې د ده دپښو  دمنډ په تعقيبولو سره ، دهغه پيروي وکړي او دهغه د اشعارو ليکنو او مفکورو په باب څيړنې وکړي .
په دې پيغام کې چې د ننګرهار ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د اطلاعاتو دآمرشيرشاه همدرد له خوا ولوستل شو. دغه راز ويل شوي دي   (( موږ  دارواښاد محمدآخوند زاده ژوند ، فن او هنريت ستايو او قدرداني يې کوو او هيله لرو چې دهيواد ځوانان او شاعران دهغه دپښو دمنډ په تعقيبولو او دهغه د ادبي او ذوقي جوهر په کتنې سره څيړنې وکړي او خپلې ادبي وياړنې ژوندۍ  وساتي )).
په دې سيمينارکې دغه راز دپياوړې شاعر محمد آخوند زاده دژوندانه او آثارو په اړوند دافغانستان دعلومو اکاډمۍ ،  دننګرهار پوهنتون درياست  ،  دپروفيسر عبدالله بختاني خدمتګار ، دننګرهار دوالي او دځينو نورو اکادميکي بنسټونو پيغامونه ولوستل شول .
دغه راز دسيمينار په   بله برخه کې استاد حبيب الله   رفيع    د  وګړني  شاعرې د ارزښتونو ترعنوان لاندې څيړنيزه مقاله ، محمد ابراهيم همکار دمحمدآخوند زاده  په اشعارو کې دتشبيه   دفن ترعنوان لاندې مقاله او داستاد لعل پاچا آزمون ،  او
د انجينير شينواري په ګډن ځينوڅيړونکو دمحمد آخوند زاده دمفکورې او آثارو په باره کې خپلې مقالې ولوستلې.
محمد آخوند زاده  دننګرهار ولايت هسکې مينې ولسوالۍ د ملاريا نو په نامه سيمه کې وزيږيد او په هماغه ځاى کې يې دوخت د مروجو علومو په زده کړې پيل وکړ او دى   په باب کې د درې شپيته کلنۍ  په عمر د په ١٣٥٥ هجري لمريز کال کې وفات شو.
که څه هم ويل کيږي محمدآخوند زاده دعشق  اوعرفان په پراختيا او دخلکو په ټولنيزو چلنجونو کې دکلاسيک شعر په قالبونوکې زيات شعرونه پريښي دي خو اوس يوازې  ځيني  محدود آثاريې  په واک کې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته