کابل / دتلې ١٥مه /باختر :
اته وسله وال طالبان په روزګان کې له پوځيانو سره په نښته کې ووژل شول .
دغه جګړه تېره شپه په خاص روزګان کې هغه وخت ونښته ، چې پوځيانو په يوې ډلې موټرسايکل سپرو طالبانو بريد وکړ .
دهېواد په جنوب کې دملي اردو يو جګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل چې دپوځيانو په دغه بريد کې اته وسله وال طالبان ووژل شول .
هغه وويل: دغه په موټرسايکل سپاره طالبان په ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت و چې پرې بريد وشو په دې نښته کې پوځيانو اوملکي کسانو ته دسرزيان نه دى اوښتى .
ختم_ شکريه _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ