ټولنه

پنځه ديرش تنه قاچاق وړونکي په مجازاتو محکوم شول .

کابل باختر د وري پنځمه :
دمسکراتو او نشه يي توکو پرخلاف دمبارزې دعدلي اوقضايي مرکز ابتداييه او استنياف محکمو ديوې ښځې او ديوه بهرني  تبعه په ګډون پنځه ديرش تنه دنشه يي توکودقچاقو دجرمونو دترسره کولو په اړوند له څلورو څخه تر شلو کلونو پورې  دبند په مجازاتو محکوم کړل .
دمسکراتو او نشه يي توکو پرخلاف دمبارزې  دعدلي اوقضايي مرکز وياند خالد موحد دباختراژانس له خبريال سره په تيلفوني اړيکه کې وويل چې دغه کسان دتيرې اوونۍ په بهير کې  دنشه يي توکو دقاچاقو دجرمونو دپنځه ويشتو قضيو په اړوندپه ځينو ولايتونوکې په داسې حال کې  دپوليسو په واسطه نيول شوي ووچې په ټوليزه  توګه دهېواد مرکزاو له هېواد څخه بهر ته د ٣٤٩٣٦ کيلوګرامو نشه يي توکو او دڅه دپاسه  ٥٦٢ ليترو تيزابو دليږدونې نيت درلود
دغه راز په دې موده کې  پوليسو دنورو امنيتي بنسټونو  په همکارى  ديوې ښځې په ګډون ٢٧ تنه مظنون  کسان دقاچاقو دشلو قضيو په اړوند دهېواد په مرکز او ولايتونوکې نيولي او دعدلي اوقضايي  تعقيب په مقصد يې دغه مرکز ته  استولي دي .
  ختم- ف _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته