امنیت

درې طالبان په غزني کې ووژل شول

کابل/ د سلواغې ٨ مه/ باختر
درې وسله وال طالبان تېره شپه په غزني کې له پوځيانو سره په نښته کې ووژل شول.
د ٢٠٣ تندر قول اردو د مطبوعاتي دفتر سرپرست ايمل مومند باختر آژانس ته وويل چې دغه وسله وال طالبان د غزني د اندړو ولسوالۍ په ناني سيمه کې له پوځيانو سره په نښته کې ووژل شول.
هغه زياته کړه چې په نښته کې څلور نور وسله وال طالبان ټپيان شول.
د يو بل خبرله مخې:
د ٢٠٣ تندر قول اردو د ماين پاکۍ ټيم د پکتيا د ډنډ پټان ولسوالۍ په عثمان ساحه کې  څخه يو ماين کشف او شنډ کړ.
ختم- مدينه – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته