اقتصاد

دپکتيا ولايت دګمرک په عوايدو کې يو نيم مليارده افغانۍ زياتې شوې دي .

کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې ٢١
دپکتيا ولايت سيمه ييز مسوولين وايي ددغه ولايت عوايد په ١٣٩٤ کال کې دتيرو کلونو په پرتله يو نيم مليارده افغانۍ زيات شوې دي چې دتيرو کلونو په نسبت په سلو کې شپږ ديرش زياتوالي ښيي.
دپکتيا ولايت دعوايدو امر شمس الرحمن عارف وويل : د روان مالي کال په دويمه ربع کې عوايد په سلو کې اولس زيات شوې دي او دوى هلې ځلې کوي دولايت په همکارۍ دماليې وزارت له خوا ټاکل شوې هدف ته ورسيږي.
دپکتيا ولايت دګمرک دمديريت دسرپرست عبدالقهار دڅرګندونو له مخې، د روان کال دغبرګولى تر مياشتې پورې دګمرک د روان کال عوايد څلور اتيا مليونو شپږ سوه شپيتو زرو افغانيو ته رسيدلي دي چې په سلو کې څلور پنځوس زياتوالي ښيي.
د ده دڅرګندونو له مخې، دمالياتو دتيښتې دمخنيوي او د دغه ولايت په همکارى په مواصلاتي تګلورو کې دامنيتي پوستو د جوړولو له امله دغه عوايد زيات شوي دي .
دغه راز دپکتيا دوالي وياند نقيب احمد اتل وايي دغه اداره له فساد سره په مبارزې ،حساب ورکولو او شفافيت ژمنه ده چې دعوايدو له تيښتې څخه دافرادو لاس لنډ کړي .
دپکتيا دوالي وياند دماليې له وزارت څخه وغوښتل چې دګرديز – پټان ترانزيتي لارې ته پاملرنه وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته