سیاست

په مسلمانانو دبرمايي بودايانو دناوړه چلند په باب دافغانستان داسلامي جمهوريت دمشرانو جرګې اعلاميه .

کابل باختر دوري شپږمه
په مسلمانانو دبرمايي بودايانو دناوړه چلند په باب دافغانستان داسلامي جمهوريت دمشرانو جرګې اعلاميه .
  دافغانستان داسلامي جمهوريت دملي شورا دمشرانو جرګه دبرما په مسلمانانودبودايانو دناوړو چلندونو له امله چې په دغه هيوادکې دسلګونو تنو دوژل کيدو سبب شوي دي په ژوره توګه انديښنه څرګندوي او دغه شان بشري ضد عملونه په کلکه غندي .
په رارسيدلو خبرونوکې ويل شوي دي چې داوهينګيايي مسلمانانو پرخلاف دتند لارو بودايانوپه وروستي تاوتريخوالي کې ، بودايانودهغوى دجوماتونو او کورونو په ويجاړولو او سوځولو اقدام کړى دى او په وروستي تاوتريخوالي کې دميانمار په مرکز کې څلويښت  تنه مسلمانان وژل شوي دي چې دتيرو شپږو مياشتو دسرله زيانونوسره دبرما دمسلمانو شهيدانو شمير سلګونوتنو ته رسيږي او ددغو نښتو له امله هم نږدې لس زره  تنه مسلمانان له خپلوکورونو او ټاټوبو څخه وتلو ته اړ شوي دي  دملي شورا دمشرانو جرګه دملګروملتو سازمان ، دامريکا متحده ايالاتو ، دبشر دحقوقو سازمان او نورو مرکزونو ته چې ځان دبشر دحقوقو بنسټ ايښودونکي بولى څرګندوى چې ولي دمسلمانانو دمرګ ژوبلې  او دهغوى دبشري حقوقو د ائتلاف په وړاندې چوپه  خوله غوره کړې ده او دمسلمانانو دوژل کيدو تراژيدي نه بندوي او دتيري کوونکو دمحاکمې غوښتنه نه کوي .
دملي شورا دمشرانو جرګه په خاصه توګه له سوله دوستو هيوادونو او داسلامي هيوادونو په ګډون له نړيوال ټولنې څخه غواړي چې دبرما ددولت دناکامۍ په  پام کې نيولو سره چې تراوسه پورې يې ددغه  تاوتريخوالي دپاى ته رسولو لپاره  داساسي حل لاره نه ده پيداکړي، دبرما دمسلمانانو دوژل کيدو دلړۍ دپاى ته رسولو لپاره هراړخيزې هلې ځلې وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته