روغتیا

په محمودراقي کې د شوخي کلى قرنطین شو

کابل/ د کب ٢۴مه/ باختر
د کاپیسا د عامې روغتیا مسوولينو د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په خاطر د کاپیسا په مرکزکې د شوخي کلى قرنطین کړ.
د کاپیسا د عامې روغتیا رییس د باختر آژانس خبریال ته وویل چې په تېرو څو ورځوکې د کاپیسا څه دپاسه ۲۳۰ اوسېدونکي له ایران څخه راستانه شوي دي چې زیاتره يې د محمودراقي ښار له شوخي کلي څخه دي.
هغه وویل چې د احتیاطي تدبیرونو په موخه دغه کلى قرنطین شوی دی او راستانه شوي کسان د څو ورځو لپاره د روغتیايي موظفینو تر نظر لاندې دي.
ختم/ع

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته