امنیت

څلور تنه ډار اچوونکي په لوګرکې ووژل شول

پل علم باختر دزمري دمياشتې  ٢  :
څلور تنه ډار اچوونکي پرون د لوګر ولايت په بره کي برک ولسوالۍ کې ووژل شول.
د لوګر د والي وياند سليم صالح باختر آژانس ته وويل: دغه ډار اچوونکي هغه وخت  ووژل شول چې د لوګر ولايت د بره کي برک ولسوالۍ په مربوطاتوکې يې په امنيتي پوستو بريدونه وکړل .
صالح څرکنده کړه چې د ډار اچوونکو بريد د امنيتي ځواکونو له سخت غبرګون سره مخامخ شو چې د څلورو ډار اچوونکو په وژلو سره نور يې وتښتيدل.
صالح زياته کړه چې په دغو عملياتوکې د دښمن يوه اندازه وسلې او مهمات هم د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته