امنیت

دلوګر په يو ښوونځي د ناټو دهوايي بريد له امله يو زده کوونکى ووژل شو

کابل – باختر دلړم دمياشتې ٢٣
يو زده کوونکى په لوګر ولايت کې په يو ښوونځي د ناټو دجنګي الوتکو د بريد له امله ووژل شو.
دغه پيښه پرون د محمد آغې ولسوالۍ د زرغون ښار په سيمه کې هغه وخت وشوه چې د ناټو ځواکونو په يو ښوونځي هوايي بريد وکړ.
د لوګر د والي ويندوى دين محمد درويش باختر آژانس ته وويل: په دې هوايي بريد کې يو نهه کلن زده کوونکى ووژل شو.
په همدې حال کې دلوګر ولايت دپوهنې د رياست ويندوى شاه پورعرب په ښوونځي د ناټو هوايي بريد وغانده او له دولت څخه يې وغوښتل چې ددغې پيښې عاملين وپيژني او سزا ورکړي.
دناټو ځواکونو په ښوونځي بريد او د يو زده کوونکى وژل کيدل نه دى تاييد کړى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته