کابل باختر دسلواغې شپږ ويشتمه :
په بغلان ولايت کې يوې محکمې يو سړى د وژنې په تور په اتلس کاله بند محکوم کړ.
په اسد الله تور لګول شوى دى چې په دې وروستيو وختوکې يې د افغانستان يوبل تبعه محبوب شاه په ايران کې وژلى دى. دغه سړى د ايران د پوليسو له خوا له نيول کيدو وروسته افغاني مقاماتوته سپارل شوى دى.
دبغلان د ابتدائيه محکمې رييس باخترآژانس ته وويل چې تورن د اړوندو سندونو او شواهدوله څيړنې وروسته په اتلس کاله بند محکوم شوى دى .
د را رسيدلو خبرونو له مخې: اسدالله د محبوب شاه د پيسو پورولى و او کله چې محبوب شاه دخپلو پيسودترلاسه کولو لپاره د ايران په بهارستان ښارکې د اسد الله خونې ته ځي؛ هغه وژني.
دمقتول د پلار په ګډون دده کورنۍ د محکمې په پريکړې اعتراض وکړ او هغه د اعدام اويا هم د ابدي بند غوښتنه وکړه .
0 1 دقیقه لوستل