امنیت

دوه تنه طالبان په قندهارکې ووژل شول

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٢٤
په قندهار ولايت کې تېره شپه د چاڼيزو عملياتو په بهيرکې دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او دوه تنه مشکوک کسان ونيول شول .
د ٢٠٥ اتل قول اردو د مطبوعاتو مسوول ډګرمن محمد محسن سلطاني د باختر آژانس خبريال ته وويل: دملي اردو ځواکونو د شاه ولي کوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کې چاڼيزعمليات ترسره کړل چې په بهيرکې يې دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او دوه تنه مشکوک کسان ونيول شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته