امنیت

١٧ تنه ډار اچوونکي په کندز کې ووژل شول .

کابل باختر د چنګاښ ديرشمه :
اوولس  تنه ډار اچوونکي پرون دکندز ولايت ښارته څيرمه  او ددشت ارچي او امام صاحب په ولسواليو کې ووژل شول .
د ٨٠٨  سپين زر  زون لوى قوماندان مل پاسوال خليل الله ضيايي باختراژانس ته وويل چې دغه ډار اچوونکي دکندز ښار دشورابې قشلاق ، حضرت سلطان ، ددشت ارچي ولسوالۍ په ملا قلي کلي او دامام صاحب ولسوالۍ د اق مسجد په ساحو کې په هوايي بريدونوکې ووژل شول .
په دغو هوايي بريدونوکې دغه راز شپاړلس تنه نور ډار اچوونکي ټپيان شول .
ضيايي زياته کړه چې په وژل شويو کسانو کې د ډار اچوونکو يو ماهر ماين جوړونکى قاري داد الله ، مولوي قدير او داسمان په نامه دطالبانو دډلې يو قوماندان هم شامل دي .
ده زياته کړه چې ددښمن شپږ ميله کلاشينکوفونه ، يوه پيکا ، يو دوه اتيا ملي متري توپ  ،  له دولسو ليږدونکو واسطو سره په بشپړه توګه ويجاړاو له منځه تللي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته