امنیت

دپلخمري _ ايبکو په لويه لاره کې دامنيتي بيزونو جوړول .

کابل باختر دکب څلورمه :
دپلخمري _ ايبکو  په لويه لاره کې نن اته امنيتي بيزونه  جوړ شول .
  د  ٢٠٩ شاهين قول اردو دعامه نظم  داتمې لوا درستيزوال  ډګرمن محمد نبي  دباختراژانس خبريال ته وويل چې دغه بيزونه دپلخمري _ ايبکو دلوى لارې  دامنيت دلازيات تامينولو په مقصد جوړ شوي دي .
ده وويل چې په دريو بيزونو کې  دملي اردو ځواکونه او په پنځو نورو بيزونوکې دملي پوليسو منسوبان ځاى پرځاى شوي دي .
دګرمن محمد نبي  ددغو امنيتي  بيزونو دجوړولو موخه د طالبانو دتحرکاتو شنډول او دمسافروړونکو او بار وړونکو وسايطو په تګ راتګ کې داسانتياو  برابرول وبلل او ويې ويل چې له دې وروسته مسافران کولاى شي په بشپړ امنيت کې په دې لويه لاره کې تګ راتګ وکړي .
  ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته