امنیت

طالبانو په کونړ کې دسرزيان وزغمه .

کابل / دمرغومي ١٣مه / باختر :
اووه وسله وال طالبان په کونړ کې دهوايي بريد په پايله کې  ووژل شول .
په دغو طالبانو نن له غرمې مخکې  په څوکۍ  ولسوالۍ  کې هغه وخت بريد وشو چې په ډار اچوونکو فعاليتونوبوخت وو.
دهېواد په ختيځ کې دسېلاب قول اردو ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې په دې هوايي بريد کې اووه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
په خبر کې  ويل شوي دي چې په دې بريد کې ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .
ديوبل خبرله مخې ، پوليسو دکونړ په ګڼ مېشتو لارو کې ديوولسو ماينونو په کشفولو  سره ديولړ چاودنو د رامنځته کېدومخه ونيوله .
ختم_ ف _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته