-کابل باختر د سلواغې څوارلسمه :
دکورنيو چارووزارت ستر امنيتي معين ستر پاسوال محمد ايوب سالنګي د بريتانيا دځمکنيو ځواکونو له درستيزوال سره په کتنه کې وويل چې دملي پوليسو ځواکونه د ډار اچوونکو دځپلو په لاره کې دهرې ورځې په تيريدو سره لاپسې پياوړې کيږي .
دباختراژانس دخبر له مخې: په دې کتنه کې دواړو لورو د ډار اچونې او دنشه يي توکو پرخلاف دنړيوالې مبارزې په باب خبرې وکړې .
دکورنيو چارو وزارت ستر امنيتي معين دبريتانيا دمرستو له امله مننه وکړه او ويې ويل چې ملي پوليس د ډار اچوونکو د ځپلو په لاره کې دهرې ورځې په تيريدو سره لاپسې پياوړې کيږي .
دبريتانيا دځمکنيو ځواکونو درستيزوال نک کارتر د ملي پوليسو دځواکونو دپياوړتيا له امله دخوښي په څرګندولو سره وويل چې بريتانيا له ملي پوليسو سره په هميشنې مرستې ژمنه ده .
1 1 دقیقه لوستل