امنیت

د سړک جوړولو دوه تنه انجنيران په جوزجان کې وتښتول شول

کابل – باختر د وږي دمياشتې ١٧
د سړک جوړولو دوه تنه پاکستاني انجنيران له افغان موټر چلوونکى سره يې پرون د خواجه دوکو ولسوالۍ په لاره کې دناپيژاندو وسله والو کسانو له خوا وتښتول شول.
دجوزجان ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال فقير محمد جوزجاني دباختر آژانس خبريال ته وويل: دغو انجنيرانو چې د خواجه دوکو ولسوالۍ د سړک په جوړولو بوخت وو؛ له يوه افغان موټر چلوونکي سره يې وتښتول شول .
د خبرځاى دڅرګندونو له مخې: تراوسه پورې د دغې پيښې علت او عامل معلوم نه دى او په دې باب د پوليسو څيړنې پيل شوې دي .
خبرځاى وويل: پخواهم په همدې سيمه کې دسړک جوړولو په کارګرانو بريد شوى و چې يو تن يې وژل شوى و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته