امنیت

په بادپښ ولسوالۍ کې د مخالفو وسله والو ډله اییز برید د اتو تنو مخالفینو په مرګ ژوبلې سره په شا وتمبول شو.

کابل باختردتلې د مياشتې  ١٩  :
په بادپښ ولسوالۍ کې د مخالفو وسله والو ډله اییز برید د اتو تنو مخالفینو په مرګ ژوبلې سره په شاه وتمبول شو.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک باختر اژانس ته وويل: نن سهار وختي د دوه نیمو بجو په شا و خوا کې د بادپښ ولسوالۍ په یو شمېر پوستو هم مهاله ډله اییز برید شوی دی، چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو له لوري تر درې ساعته نښتې وروسته د اتو تنو مخالفو وسله والو په مرګ ژوبلې سره په شا تمبول شوی او مخالفین یې له سیمې په شا کړي دي.
په دې نښته کې د الیشنګ لپاره د مخالفو وسله والو د نومول شوي ولسوال قاهر اخندزاده د ورور شېرزمان په ګډون څلور تنه وسله وال وژل شوي او څلور تنه نور یې سخت ټپيان  شوي دي.
له وژل شویو وسله والو څخه د درېو تنو مړي دا مهال د افغان امنیتي ځواکونو په ولکه کې دي او د پاتې یو تن مړى او څلور تنه ټپيان یې د تېښتې پر مهال له ځانه سره انتقال کړي دي.
ځواک زياتوي په دغه درې ساعته نښته کې د ملي اردو يومنسوب هم شهيد شوى او درې تنه نور یې برسېرن ټپيان شوي دي، چې روغتیايي حالت یې د ډاډ وړ دی.
لغمان والي عبدالجبار نعیمي د خپلې خاورې او ولس څخه د ساتنې او دفاع په لاره کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د اتلانو دغه مېړانه ستايي او تر څنګ یې په دې ولایت کې ټولو میشتو ځواکونو ته لارښوونه کوي چې د دښمن د هر ډول ناوړو پلانونو د شنډولو او هغوی ته د غاښ ماتونکي ځواب لپاره پوره چمتووالی ولري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته