ټولنه

په فارياب کې له يوسلو ديرشو بېځايه شويو کورنيو سره مرسته وشوه.

کابل – باختر دليندۍ دمياشتې ١١
په فارياب ولايت کې نن يوسلو ديرشوبيځايه شويوکورنيودخوراکي اوغيرخوراکي  توکو له مرستو څخه ګټه واخيسته.
دفارياب ولايت دمهاجرينو دراستنولو دچارو رييس آقا محمد راهيم باختر آژانس ته وويل : ددغه ولايت دالمار ولسوالۍ په دريو کليو کې په هرې بيځايه شوې کورنۍ  درې بورۍ  غنم ، اتلس کيلوګرامه نخود ، دوه ليتره غوړي ، شپږ  شړۍ، يو ترپال او دپخلنځي يوسيټ لوښي  وويشل شول.
خبرځاى زياته کړه چې دغه مرسته  دمهاجرينو د راستنولو دچارو وزارت دمشرتابه په غوښتنه  دکډوالو په چارو کې دملګرو ملتو دسازمان دکميشنرۍ د دفتر له خوا ددغه ولايت دمهاجرينو د راستنولو دچارو د رياست په واک کې ورکړى شوې وه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته