ټولنه

د ښځو پرخلاف د تاوتريخوالى د بندولو نړيواله ورځ په کابل ښاروالۍ کې ونمانځل شوه

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٥
د ښځو پرخلاف د تاوتريخوالى د بندولو نړيواله ورځ په کابل ښاروالۍ کې ونمانځل شوه.
د باختر آژانس دخبريال دخبر له مخې:
په هغې غونډه کې چې له همدې امله د کابل ښاروالۍ د کارکوونکو د ټولنيز مرکز او د کابل خدمتګارانو د بنسټ په نوښت جوړه شوې وه؛ د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو د برخې معين خوږمن علوي خبرې وکړې او د ښځو پرخلاف تاوتريخوالي يې له ديني زده کړو او د بشر د حقوقو او معيارونو څخه سرغړونه وبلله او د مدني ټولنې له فعالينو څخه يې وغوښتل چې د دغه شان ناوړو پديدو او ناخوالو د له منځه وړلو په خاطر خپل هلې ځلې ګړندې کړي.
بايد وويل شي چې د کابل خدمتګارانو ټولنې اعلام کړى دى چې يوه کاري کميټه جوړوي چې د ښځو پرخلاف د تاوتريخوالى د له منځه وړلو په خاطر د دغه مرکز د غړو هلې ځلې همغږې کړي.
د غونډې په پاى کې د کابل ښاروالۍ او د کابل خدمتګارانو د ټولنې يو شمېر مخکښې ميرمنې وستايلې شوې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته