فرهنګ

حسينه صافۍ : داطلاعاتو اوفرهنګ په وزارت کې د ښځينه کارکوونکو ستونزې ، نظريې او غوښتنې به وڅيړلې شي .

کابل باختر د چنګاښ ٢٧ نيټه :
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرستې  اونوماند وزيرې حسينې صافۍ نن په يوه غونډه کې  په  دغه و زارت کې  دښځينه کارکوونکو ستونزې ، نظريې او غوښتنې واوريدې .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ،  په دې غونډه کې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرستې  خبرې وکړې او ويې ويل  چې دغه غونډه داطلاعاتو اوفرهنګ  په وزارت کې  دښځينه کارکوونکو  د ستونزو  ، غوښتنو او نظريو دڅيړنې په خاطر  جوړه شوه  چې دښځينه کارکوونکو  دستونزو  نظريو او غوښتنو له اوريدو وروسته ددې وزارت دتوان په  حدودو کې  دستونزو دڅيړنې اوحل کولو په خاطر عملي اقدامات وشي .
  ميرمن صافۍ  زياته کړه  چې دافغانستان ښځې يواځې هغه ښځې نه دي  چې له ستونزو سره مخامخې دي . بلکې په ټوله نړۍ کې  ښځې ستونزې لري . خو توپير دادى چې هغه ښځې په خپله  طرحې جوړوي  چې څه ډول وکولاى شي په همغږى سره  خپلې ستونزې  حل کړي او ثابته کړي  چې له خپلوورونو سره  برابر ظرفيت  او استعداد لري .
  دغه راز  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرستې  ددې تر څنګ چې  له ښځو سره يې  خپل ملاتړ څرګند کړ  ويې ويل  چې په نفس اعتماد کولاى شي چلنجونه له لارې څخه لرې کړي . او په دغه وزارت کې  له ښځينه کارکوونکو څخه يې وغوښتل  چې په خپل نفس په قوي اعتماد سره  پرمخ لاړې شي  ،  ظرفيت جوړونه وکړي او لوړو مقامونو ته ورسيږو .
په دې غونډه کې  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  دخپرونو دچارو رييسې نجيبې مرام او ددغه وزارت  دخلکو دفرهنګ رييسې  محبوبې بابکرخيل په دغه وزارت کې  دښځينه کارکوونکو  د کړنو ، لاسته راوړنو او دهغوى دلارې پرسر دپرتو ستونزو په باره کې  خبرې وکړې او ويې ويل  چې دښځو ترمنځ  ښه فرصتونه شتون لري چې بايد هغو ته پاملرنه وشي  او هغوى ته  فرصت  ورکړى شي .
دغه راز  په دې غونډه کې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت له بېلابېلو برخو څخه  يوشمير  ښځينه کارکوونکو خپلې يولړ ستونزې غوښتنې ، نظريې او وړانديزونه داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت له سرپرستې سره شريک کړل او ددغه وزارت  په بېلابېلو چارو کې ښځو ته دوندې ورکول  يې  دچارو په ښه والي کې  اغيزمن ګام وباله .
   په دې غونډه کې  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرستې حسينې صافۍ  ددغه وزارت  دښځينه کارکوونکو دستونزو  ، نظريو ، غوښتنو او وړانديزونو له اوريدو وروسته  يو ځل بيا ټينګار وکړ چې دهغو ښځو ستونزې به  چې په دغه وزارت کې کارکوي وڅيړلې شي .
  ختم_ ف _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته