امنیت

پنځه تنه طالبان د ماينونو د چاودنې له امله ووژل شول

کابلباختر داسد٣
درې تنه ماين ايښودونکي طالبان په غور کې دخپل ماين ښکار شول.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ: دغه پيښه پرون هغه وخت وشوه چې دريو تنو طالبانو غوښتل د غور ولايت د چهار سدې ولسوالۍ دخفک غاښى په تګلوري کې د وسايطو ضد يو ماين ځاى پرځاى کړي چې ماين وچاوديد او هغوى يې ووژل.
دغه راز دوه تنه نور طالبان پرون مازيګر کله چې غوښتل د وسايطو ضد ماين د غزني ښار په لومړۍ ناحيه کې ځاى پرځاى کړي؛ د خپل ماين د چاودنې له امله ووژل شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته